۰

کوټه کې د پولیسو په روزنیز مرکز په برید کې ۶۱ تنه وژل شوي

سه شنبه ۴ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۰۳
د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د پولیسو په یوه روزنیز مرکز د ډلیز وسله وال برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کوټه کې د پولیسو په روزنیز مرکز په برید کې ۶۱ تنه وژل شوي
د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د پولیسو په یوه روزنیز مرکز د ډلیز وسله وال برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بلوچستان ایالت چارواکي او عیني شاهدان وایي وسله والو کسانو تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې په کوټه کې د پولیسو پر دغه روزنیز مرکز برید کړی.
چارواکي او عیني شاهدان زیاتوي، چې په دغه برید کې ۶۱ تنه وژل شوي او لږ تر لږ ۱۲۲ تنه نور ټپیان شوي، چې نېږدې ټول یې پولیس زده کوونکي دي.
رپوټونه وايي، برید کوونکي د پولیسو روزنیز مرکز ته ورننوتل او ناتار ډېزې یې پیل کړې، چې له پېښې سره سم پاکستاني کمانډو ځواکونه سیمې
په ورته وخت کې د بلوچستان ایالت داخله وزیر سرفراز بګټي او د ایف سي مشر میجر جنرال شیر افګن ویلي، برید کونکو د لشګر جنګوي وسله والې ډلې غړي وو.
ته ورسېدل او له وسله والو سره په نښته کېوتل.
د دوی په خبره جګړې د شپې د ۱۱ بجو څخه د سهار تر نېږدې پنځو بجو پورې دوادم درلود او یو شمېر زده کوونکي ژغورل شوي دي.
عیني شاهدان وايي، په دغه روزنیز مرکز کې د پولیسو لیلیه هم شتون لري او د جګړې پر مهال د درندې چاودنې غږ هم واورېدل شو.
د بلوچستان د صوبایی حکومت ویاند نورا لحق کاکړ ویلې چې د برید پروخت شاه خوا ٢٥٠ د پولیسو په رونیز مرکز دننه و، چې زیاتره ېې راخلاص کړل شوي دی.
په ورته وخت کې د بلوچستان ایالت داخله وزیر سرفراز بګټي او د ایف سي مشر میجر جنرال شیر افګن ویلي، برید کونکو د لشګر جنګوي وسله والې ډلې غړي وو.
د هغه په وینا په دغه برید کې د وژل شوو کسانو شمیره ښايي زیاته شي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
باید وویل شي، چې په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي تر برید وروسته دا په پاکستان کې دوهم خونړی برید دی، چې پر پولیسو زده کوونکو تر سره کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین