۰

ننګرهار کې د ولسوال په ګډون ۲۴ وسله وال وژل شوي

چهارشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۸
امنیتي چارواکي په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د یوه ولسوال او یوه قاضي په ګډون د ۲۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
ننګرهار کې د ولسوال په ګډون ۲۴ وسله وال وژل شوي
امنیتي چارواکي په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د یوه ولسوال او یوه قاضي په ګډون د ۲۴ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوالي وايي، دغه وسله وال تېره شپه په بټي کوت او حصارک ولسوالیو کې وژل شوي.
نوموړی وايي، چې په لومړنیو عملیاتو کې د بټي کوټ ولسوالۍ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او قاضي له خپلو ۱۴ ملګرو سره وژل شوي دي.
ده وویل، چې د بټي کوټ له پاره د طالبانو نومول شوی ولسوال عبدالحلیم او قاضي یې مولوي عباس نومېدل.
دغه راز مشرقیوال زیاته کړه، چې د حصارک ولسوالۍ د میاګانو او لړکړۍ سیمو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې هم ۸ تنه وسله وال وژل شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین