۰

غزني کې ۲۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۴
د افغان پوځ چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د ګډو افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۸ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غزني کې ۲۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغان پوځ چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د ګډو افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۸ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سلطان تر نامه لاندې دغه پوځي عملیات د غزني ولایت د مرکز اړوند سیمو کې تر سره شوي دي.
په غزني کې مېشت د ملي اردو د درېیمې پلې لېوا له مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ګډو افغان ځواکونو له لوري د سلطان تر نامه لاندې د پیل شویو عملیاتو په لړ کې د غزني د مرکز اړوند په منګور، قره باغي، ګبري او شهباز سیمو کې د دواړو لورو ترمنځ نښتې رامنځته شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په پایله کې یې د زلمي په نامه د وسله والو د یوه قومندان په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۱۳ تنه یې ټپیان شوي دي.
خو د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین