۰

د پاکستان د هوايي ځواک الوتکه نسکوره شوې

چهارشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۶
د پاکستان په سند ایالت کې د دغه هېواد د هوايي ځواک یوه الوتکه «معراج» تر پرواز وروسته نسکوره شوې، او پيلوټ یې مړ شوی دی.
د پاکستان د هوايي ځواک الوتکه نسکوره شوې
د پاکستان په سند ایالت کې د دغه هېواد د هوايي ځواک یوه الوتکه «معراج» تر پرواز وروسته نسکوره شوې، او پيلوټ یې مړ شوی دی.
د پاکستان د سند ایالت چارواکي وايي دا الوتکه د سې شنبې په ورځ د کراچۍ مسرور هوايي ډګر ته نېږدې په مشرف کالونۍ کې لوېدلې چې په نتیجه کې یې پیلوټ مړ شوی دی.
په ورته وخت کې د پاکستان هوايي ځواک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نسکوره شوې الوتکه د نسکورېدو پر مهال له معمول سره سم په تربیتي پرواز وه.
سرچینې زیاته کړې،په دغه پېښه کې له پیلوټ پرته بل چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
که څه هم لا تر دې دمه د دغه الوتکې د نسکورېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو پاکستاني رسنۍ وايي چې د هوايي ځواک چاواکو د دغه پېښې د تحقیقاتو امر ورکړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین