۰

قطر کې حکومت له طالبانو او طالبانو له حکومته ۳ غوښتنې کړې

چهارشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۵
رویټرز خبري آژانس قطر کې د طالب سرچینو له قوله ویلي، چې په دوحه کې د غیر رسمي خبرو پر مهال افغان حکومت او طالبانو یو له بله درې درې غوښتنې کړې دي.
قطر کې حکومت له طالبانو او طالبانو له حکومته ۳ غوښتنې کړې
رویټرز خبري آژانس قطر کې د طالب سرچینو له قوله ویلي، چې په دوحه کې د غیر رسمي خبرو پر مهال افغان حکومت او طالبانو یو له بله درې درې غوښتنې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې رویټرز وايي، دغه خبرې ورته په قطر کې د طالبانو سرچینو د هویت پټ پاتې کېدو په شرط کړې دي.
رویټرز د دغه طالب سرچینې له قوله ویلي، چې حکومت او امریکا له طالبانو، د اوربند، د وسلو ایښودلو او په رسمي ډول د سولې د مذاکرو د پيل غوښتنه کړې ده.
د سرچینې په خبره طالبانو هم غوښتي، چې د یوه سیاسي حرکت په توګه رسمیت ورکړل شي، د رهبرانو نومونه یې د ملګرو ملتونو له توره لېسته پاک شي او بندیان یې باید خوشې شي.
دغه سرچینې
یادې سرچینې زیاته کړې«د پخوانیو لیدنو په څېر دا هم د وخت او منابعو ضایع کېدل و، ځکه موږ کومې خاصې نتیجې ته ونه رسېدو.»
رویټرز ته دا هم ویلي، چې په ‎دې پټو او غیر رسمي خبرو کې د امریکا استازی هم و خو په وینا یې حکومت او طالبانو په‎دې خبروکې چندان پرمختګ نه‎دی کړی.
یادې سرچینې زیاته کړې«د پخوانیو لیدنو په څېر دا هم د وخت او منابعو ضایع کېدل و، ځکه موږ کومې خاصې نتیجې ته ونه رسېدو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند مارک ټونر په‎ دې اړه رویټرز ته ویلي چې امریکا د افغانستان د بحران د حل لپاره د هر ډول مذاکرو ملاتړ کوي خو په قطر کې د دې خبرو په اړه یې له تبصرې ډډه کړې ده.
باید وویل شي، چې ګارډین ورځپاڼې تېره ورځ راپور ورکړ، چې د افغان حکومت د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی او د طالبانو له لوري ملامنان اخوند د قطر پلازمېنه دوحه کې مخامخ خبرې کړي دي.
که څه هم طالبانو تېره ورځ په دې اړه څه نه و ویلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا رپوټونه رد کړي او رویټرز خبري اژانس ته یې ویلي چې دا تبیلغات دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین