۰
ګارډین:

طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړې

سه شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۱
ګارډین ورځپاڼې ویلي، چې افغان حکومت او طالب استازو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې په تړاو مخامخ خبرې کړې دي.
طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړې
ګارډین ورځپاڼې ویلي، چې افغان حکومت او طالب استازو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې په تړاو مخامخ خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې راپور ورکړی، چې دغه خبرو، کې د طالبانو په استازو کې یو هم د ملامحمد عمر اخوند ورور ملا منان ګډون درلود.
ورځپانې د طالب او افغان حکومت د سرچینو له قوله دا هم ویلي، چې په دغه ناسته کې د امریکا د حکومت استازي هم شتون درلود.
د طالبانو د شورا یوه غړي ګارډین ته ویلي چې د دوی لومړۍ غونډه، د سپټمبر د میاشتې په لومړیو کې وشوه، چې مثبته او له جنجال پرته فضا کې وه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې ملا عبدالمنان اخوند د افغانستان د ملي امنیت له رييس محمد معصوم ستانکزي سره مخامخ ناست و.
دوهمه غونډه د اکتوبر په لومړیو کې له دې سره سره وشوه چې د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړې زور اخیستی و.
ګارډین د طالبانو د کوټې د مشرتابه شورا د یوه غړي له قوله لیکلي دي، چې خبرو په هیڅ پړاو کې پاکستاني چارواکو برخه نه لرله. ده ادعا وکړه چې پاکستان په طالبانو کې خپل نفوذ تر ډېره له لاسه ورکړی دی.
د طالبانو یوې سرچینې ګارډین ته ویلي، ژر به د ملا عمر زوی ملا یعقوب هم د دوحې په خبرو کې شامل شي څو د طالب مرکچي پلاوي اعتبار او صلاحیت زیات شي.
ګارډین وايي، د افغانستان د حکومت یوه چارواکي هم تایید کړه چې ستانکزی په وروستیو کې لږترلږه یو ځل قطر ته تللی دی.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین