۰

هلمند کې ۳۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

سه شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۵
د افغان پوځ چارواکي وایي، په هلمند ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۳۰ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند کې ۳۰ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغان پوځ چارواکي وایي، په هلمند ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۳۰ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پوځ چارواکي زیاتوي، چې دغه شپني عملیات تېره شپه د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.
په هلمند کې د میوند قول اردو د لومړی لوا قوماندان برید جنرال نور عالم حلیم وايي، افغان او بهرنیو ځواکونو د ګرمسېر ولسوالۍ په بنادر سیمه کې پر وسله والو چاپه وهلې.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې چاپه کې ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا د بریدونو پر مهال د طالبانو ٧ هاموې ټانګونه، دوه رينجر او يوه د وسلو زېرمه هم له منځه وړل شوي دي.
دی زیاتوي، چې دغه ډول عملیاتو ښه نتیجه ورکړي او دوام به وکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپله ټوټېر پاڼه لیکلي، چې تېره شپه په مارجې ولسوالۍ کې طالبانو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
له هلمند څخه د طالبانو د دغه مرګ ژوبلې خبر پر داسې مهال ورکول کېږي، چې ها خوا چارواکو په فراه ولایت کې هم تېره شپه د ۷۰ طالبانو د وژل کېدو او ۳۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین