۰

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی کورنیو تولیداتو ته به پاملرنه زیاته کړي

سه شنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۸
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، وروسته له دې به کورنیو تولیداتو ته پاملرنه زیاته کړي او سوداګر به دې ته وهڅوي، چې تر څو کورنیو تولیداتو ته پرمختګ ورکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی کورنیو تولیداتو ته به پاملرنه زیاته کړي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، وروسته له دې به کورنیو تولیداتو ته پاملرنه زیاته کړي او سوداګر به دې ته وهڅوي، چې تر څو کورنیو تولیداتو ته پرمختګ ورکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاده خونه په همدې مناسبت نن په کابل کې د کورنیو تولیداتو د اهمیت او په دې برخه کې د شته ستونزو د حل لارو په موخه کنفرانس جوړېږي.
د دغې خونې د رسنیو برخې مسؤل صیام‌الدین پسرلی وايي، په دغه کنفرانس کې به په افغانستان کې د تولید او صنعت په برخه کې د شته ستونزو پر سر هم خبرې وشي.
هغه وویل« په دغه کنفرانس کې داخلي تولیداتو پر اهمیت او د تولیداتو په برخه کې د ستونزو په اړه، په مجموعي توګه په بېلابېلو ولایتونو او زونونو کې چې د صنعت یا د تولید په برخه کې څه ستونزې موجودې دي او حل لارې یې څه دي په دې اړه خبرې کوو.»
پسرلی واي، د سوداګرۍ او صنایعو خونه اوس پر دې کار کوي، چې کوم ډول کولای شي، کورني تولیدات ډېر او ملي سوداګر او داخلي کارکوونکي ورته رامات کړو.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین