۰

لغمان کې درې ځانمرګي برید ګر نیول شوي

دوشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۷
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په لغمان ولایت کې د دریو ځانمرګو بریدګرو د ژوندي نیولو خبر ورکوي.
لغمان کې درې ځانمرګي برید ګر نیول شوي
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست په لغمان ولایت کې د دریو ځانمرګو بریدګرو د ژوندي نیولو خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ریاست نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسانو غوښتل د مرکز مهترلام په عصمت څلور لاري کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې وکړي.
سرچینه زیاتوي، چې یاد کسان وړاندې له دې چې خپل هدف ته ورسېږي، له چاوېدونکو توکو ډک موټر سایکل او یوې کړۍ مقناطسي ماین سره ونیول شول.
د خبرپاڼې له مخې دغه کسانو د طالبانو د بریدونو د یوه طرحه کوونکي قوماندان قادر په امر دغه بریدونه تر سره کول، چې په خپلو جرمونو یې اعتراف کړی دی.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:لغمان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین