۰

لغمان کې ترافیکي پېښې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

دوشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۲
چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
لغمان کې ترافیکي پېښې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
چارواکي وايي، په لغمان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د کابل- جلال آباد پر لویه لار د لغمان ولایت په عزیزخان کڅ سیمه کې رامنځ ته شوې.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، پېښه له يوه پله سره د کرولا موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې ترافیکي پېښه کې یو تن وژل شوی، یو نارینه او درې مېمرنې ټپیانې شوې دي.
د لغمان د والي ویاند زیاتوي، چې ټپیان د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي، خو د روغتیايي حالت په اړه یې څه ونه ویل.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې هم په یاده لار د دوه موټرو د ټکر له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
جمهورآژانس:لغمان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین