۰

پاکستان کې ترافیکي پېښې ۹۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

دوشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۹
رپوتونه وايي، د پاکستان په پنجاب ایالت کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې ۹۳ تنه مسافرو ته مرګ ژوبله واوښته.
پاکستان کې ترافیکي پېښې ۹۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
رپوتونه وايي، د پاکستان په پنجاب ایالت کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې ۹۳ تنه مسافرو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د پنجاب ایالت په رحیم یار خان ښار کې دریجا پاټک ته څېرمه د دوه بس موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، یو موټر له کراچۍ او بل موټر له فیصل آباد نه صادق آباد ته روان و، چې په یاده سیمه کې سره جنګېدلي دي.
که څه هم چارواکو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره شمېره نه ده ورکړې، خو د پاکستان ملي تلوېزیون په پېښه کې د ۲۴ تنو د مړه کېدو او ۶۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د پېښې ټپیان د رحیم یا رخان او خان پور روغتونونو ته وړل شوي، او ویل کېږي، چې د ۴۵ ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
پولیسو او د ژغورنې ډلې ویلي، چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د پېښې د رامنځ ته کېدو په اړه پلټنې روانې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین