۰

د جنرال دوستم پر کاروان برید شوی

دوشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۳
رپوتونه وایي، د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر کاروان په فاریاب ولایت کې وسله وال برید شوی دی.
د جنرال دوستم پر کاروان برید شوی
رپوتونه وایي، د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر کاروان په فاریاب ولایت کې وسله وال برید شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی دوستم تېره ورځ د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ کې روان و، چې برید پرې وشو.
خپله جنرال دوستم ویلي، چې پر ده برید کوونکو د پولیسو جامې پر تن وې او دی خبر و، چې په سیمه کې یې پر ده د برید له پاره دوه له بارودو ډک موټر ډک کړي.
هغه په خپلو خبرو کې بي
هغه په خپلو خبرو کې بي بي سي ته زیاته کړې« هغو کسانو چې نن يې پر ما بريد وکړ،د پوليسو جامې يې پر تن وې، زه خبر يم دوی د غورماچ په څنډو کې دوه موټر له بارودو ډک کړي وو چې بريد راباندې وکړي.»
بي سي ته زیاته کړې« هغو کسانو چې نن يې پر ما بريد وکړ،د پوليسو جامې يې پر تن وې، زه خبر يم دوی د غورماچ په څنډو کې دوه موټر له بارودو ډک کړي وو چې بريد راباندې وکړي.»
که څه هم نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو ځینو رسنیو ویلي، چې د جنرال دوستم د موټرونو پر کاروان د سرک غاړې ماین چاودنه شوې، چې ده ته کوم زیان وا نه وښت خو د نوموړي د یوه ساتونکي او یوه قومندان په ګډون یې لس کسه وژل شوي دي.
جنرال عبدالرشید دوستم چې دا مهال په فاریاب کې پر عملیاتو بوخت دی وايي، د طالبانو پر ضد عملیات په بریالیتوب روان دي او هغوی ته ‌یې سخت تلفات اړولي.
ښاغلي دوستم زیاته کړې، چې د غورماچ ولسوالۍ نیمايي سیمې لا هم د طالبانو په لاس کې دي او په وینا یې د روانو نا امنیو تر شا د پاکستان د پوځ د مشر او همدارنګه د یاد هېواد د استخباراتي ادارې لاس دی.
جمهور آژانس:فاریاب
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین