۰
امریکا:

په یوه وسله وال برید کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

يکشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۸
رپوټونه وايي، په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په یوه وسله وال برید کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
رپوټونه وايي، په امریکا کې په یوه وسله وال برید کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آزانس د خبر له مخې امریکايي چارواکو ویلي، برید تېره ورځ د لاس انجلس ښار يو هوټل کې د خوښۍ په مراسمو کې تر سره شوی دی.
دوی زیاته کړې، چې په ياد هوټل کې د خوښۍ مراسم روان وو، چې يو وسله وال کس ورباندې ډزې کړې درې تنه یې وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.
پوليسو د پېښې له سيمې کارول شوې وسله او يو مشکوک سړى او يوه مشکوکه ښځه نيولې، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
باید وویل شي، چې دا په تېره یوه اوونۍ کې په امریکا کې درېیم برید دی، چې تر سره کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین