۰
ډاکتر سپنتا:

پاکستان غواړي له ترهګرۍ په ګټې افغانستان مستعمره کړي

يکشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۰
د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا وايي، پاکستان هڅه کوي، چې له ترهګرۍ او طالبانو په ګټه اخیستو افغانستان خپله مستعمره وګرځوي.
پاکستان غواړي له ترهګرۍ په ګټې افغانستان مستعمره کړي
د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا وايي، پاکستان هڅه کوي، چې له ترهګرۍ او طالبانو په ګټه اخیستو افغانستان خپله مستعمره وګرځوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سپنتا دغه څرګندونې تېره ورځ د هرات د امنيتي کنفرانس د دویمې ورځې غونډې ته وکړه.
نوموړي وويل، چې په پاکستان کې تر اوسه د سولې او خبرو اترو ذهنيت نه دى رامنځته شوى او دغه هېواد ډېره هڅه کوي، چې له ترهګرۍ او طالبانو په ګټه اخیستو افغانستان خپله مستعمره وګرځوي.
خو په وینا یې پاکستان بايد د ډيپلوماسۍ او اقتصادي اړخه دا فکر له ځانه سره ولري، چې هېڅکله به هم له ترهګرۍ څخه په ګټې خپلو موخو ته ونه رسيږي.
ښاغلي سپنتا خبردارۍ ورکړ، تر څو چې په پاکستان کې د ترهګرۍ له سرچينو سره مبارزه ونه شي، افغانستان به هېڅکله هم سولې او ثبات ته ونه رسيږي.
ده زیاته کړه« که موږ د ترهګرۍ له سرچينو او ځالو سره چې په پاکستان کې دي مبارزه ونه کړو، له ترهګرۍ سره د مبارزې تګلاره به له ماتې سره مخ شي.»
هغه وویل، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې جغرافیه باید بدله شي او ترهګر په هر ځای کې چې دي، هملته له منځه یووړل شي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین