۰

د نورستان ولايتي شورا خپله دروازه تړلې

يکشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۱۲
د نور ستان ولایتي شورا د فواید عامې وزارت له لوري د نورستان له ولسونو سره د ژمنو شوو پروژو د نه ترسره کېدو له امله خپله دروازه تړلې ده.
د نورستان ولايتي شورا خپله دروازه تړلې
د نور ستان ولایتي شورا د فواید عامې وزارت له لوري د نورستان له ولسونو سره د ژمنو شوو پروژو د نه ترسره کېدو له امله خپله دروازه تړلې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د شورا غړي وايي، تر څو یې مرکزي حکومت غوښتنې نه وي منلې تر هغې به د شورا دروازه تړلې وي.
د شورا د غړو په وینا په تېرو پنځلس کلونو کې تر اوسه پورې په دغه ولایت کې یو لوېشت سړک هم نه دی قیر شوی.
د نورستان د ولایتي شورا ريیس انجینر سیداالله نورستاني وايي، فواید عامې وزارت له دوی سره ژمنه کړې وه، چې په نورستان کې به سړکونه قیر کوي، د کونړـ نورستان لویه لاره به رغوي، خو تر اوسه ورسره یوه ژمنه هم نه ده عملي شوې.
دی زیاتوي، چې د ولایتي شورا دروازه یې د ولسونو په خوښه تړلې او تر هغې چې د ولسونو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي، د دوی اعتراض به دوام ولري.
د نورستان د ولایتي شورا دا ګواښ هم وکړ، چې که د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي، په پلازمېنه کابل کې به د احتجاج خېمې و وهي.
جمهورآژانس:نورستان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین