۰
پوتین:

روسیه او هند په ګډه د افغان سولې او امنیت له پاره هڅې کوي

شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۳
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ویلي، روسیه او هند غواړي، چې د افغانستان د سولې او امنیت راوستو په برخه کې مرسته وکړي.
روسیه او هند په ګډه د افغان سولې او امنیت له پاره هڅې کوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین ویلي، روسیه او هند غواړي، چې د افغانستان د سولې او امنیت راوستو په برخه کې مرسته وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پوتین چې نن هند ته په سفر تللی تر خپل سفر وړاندې له خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړې، چې روسیه له هند سره په ګډه په افغانستان کې د شته ستونزو ته پر حل لارو کوي.
پوتین د افغانستان حالت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې ترهګر، داعش او د نشه يي توکو قاچاق کوونکی لا هم په دې هېواد کې فعالیت لري.
پوتین زیاته کړې، چې هند او روسیه په افغانستان کې د روانۍ نا امنۍ او ترهګرۍ پر وړاندې جدي اقدام کوي او غواړي له له جګړه ځپلي افغانستان سره د امنیت او سولې په راوستلو کې مرسته وکړي.
د روسیې ولسمشر ویلي چې هېواد یې غواړي خپلو پروژو ته پراختیا ورکړي نو د همدې لپاره په شاوخوا کې امن هېوادونه د دوی په ګټه دي.
په ورته وخت کې پوتین زیاته کړې، چې د هند او پاکستان تر منځ پرته سیمه له نا امنۍ ډکه ده نو دواړه هېوادونه باید کوښښ وکړي چې دلته شته ستونزو ته حل لارې پیدا کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین