۰

افغان اجرائیه رییس ریاض او اسلام آباد ته ځي

شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۰۲
ټاکل شوې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سعودي عربستان او پاکستان ته په سفر ولاړ شي.
افغان اجرائیه رییس ریاض او اسلام آباد ته ځي
ټاکل شوې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سعودي عربستان او پاکستان ته په سفر ولاړ شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي، ریاض ته د ښاغلي عبدالله سفر یو رسمي سفر دی.
د نوموړي په وینا چې اجرائیه رییس به سبا سعودي عربستان ته په سفر ولاړ شي او یوه میاشت وروسته به اسلام آباد ته سفر وکړي.
که څه هم نوموړي ریاض ته د عبدالله د سفر په اړه جزیات ورنکړل، خو ښايي د افغان حکومت اجرائیه رییس افغان سولې په تړواو له سعودي چارواکو سره خبرې اترې وکړي او په دې برخه کې مرسته ترې وغواړوي.
ورته وخت کې په سعودي عربستان کې افغان سفیر هم ریاض ته د عبدالله د ورتګ پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دوی د دغه سفر په اړه په سعودي کې په چمتوالي بوخت دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین