۰

غزني کې د طالبانو له زندان نه پنځوس تنه راخوشي شول

شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۵۵
امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو له یوه زندان څخه ۵۰ تنه بندیان د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې راخوشي شوي دي.
غزني کې د طالبانو له زندان نه پنځوس تنه راخوشي شول
امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو له یوه زندان څخه ۵۰ تنه بندیان د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې راخوشي شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له د غزني د امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بندنیان د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ او کټواز تر منځ یوه مخفي سیمه چې د ناني غونډ په نامه یادېږدي ساتل کېدل.
سرچینه زیاتوي، چې وسله والو له نېږدې دوه کلونو څخه راپدېخوا خلک په مختلفتو بهانو نیولي او په دغه زندان کې یې ساتل.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د غزني پولیسو او اوپراتیفي همکارانو یې وتوانېدل، چې د وسله والو په لیکو کې نفوذ وکړي او دغه زندان مات او بندیان ترې راخوشي کړي.
خبرپاڼه وايي، ډېری زندانیان په دې تور چې له حکومت سره همکاري کوي او یا هم هغه کسان ول چي د دوی خپل خپلوان د ملي پولیسو، محلي پولیسو او پاڅون په لیکو کي دنده ترسره کوله نیول شوي وو.
د غزني امنیه قومانداني زیاتوي، چې په راخوشي شویو کسانو کې ځینې داسې بندیان هم شامل و، چې ان یو نیم کال یې د وسله والو په زندان کې تېر کړی و.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور آژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین