۰
امریکا:

افغانستان کې سوله د کشمیر له مسئلې سره هېڅ تړاو نه لري

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۹
امریکا د پاکستان وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د سولې راتګ د کشمیر له مسئلې سره هېڅ اړیکه نه لري.
افغانستان کې سوله د کشمیر له مسئلې سره هېڅ تړاو نه لري
امریکا د پاکستان وروستۍ څرګندونې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د سولې راتګ د کشمیر له مسئلې سره هېڅ اړیکه نه لري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سپینۍ ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي زیاته کړې، «پاکستان تېروتنه کوي چې په کشمیر کې د جګړې مسئله په افغانستان کې له جګړې سره تړي.»
د جنوبي آسیا هېوادونو په چارو کې د اوباما سلاکار پېتر لېووی وايي پاکستان په ورته څرګندونو تېروتنه کوي په او په دې توګه ځان نور هم منزوي کولی شي.
پېتر ویلي پاکستان دې له هند سره خپلې ستونزې حل کړي او په ګاونډیو هېوادونو کې دې له مداخلو لاس واخلي.
نوموړي همدا راز زیاته کړې چې په یاده مسله کې د هند ملاتړ کوي او پر هندي پوځيانو د نورو بریدونو
پېتر ویلي پاکستان دې له هند سره خپلې ستونزې حل کړي او په ګاونډیو هېوادونو کې دې له مداخلو لاس واخلي.
د مخنیوي لپاره به وروسته له دې خپل معلومات له هندي چارواکو سره شریکوي.
د سپینې ماڼۍ په وینا هند حق لري چې خپل نظامي تاسیسات وساتي او له خپلو پولو دفاع وکړي.
دغه چاروکی وایي، پاکستان له هند سره خپلې سرحدي ستونزې لري چې د حل لپاره یې باید هڅې وکړي او د هند حق دی څو له خپلو سرحدونو دفاع وکړي.
خو له هند یې غوښتنه کړې چې له پاکستان سره دې د یوه ګاونډي په توګه له نرمښت کار واخلي.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي او د دغه هېواد د سنامجلس غړي مشاهد حسین ویلي و، چې په افغانستان کې د امنیت او سولې راتګ د کشمیر له مسئلې سره تړلی دی.
دغه پاکستاني چارواکي زیاته کړې وه، تر څو چې د کشمیر مسئله حل شوې نه وي، په افغانستان کې د سولې راتګ او امنیت ناشونی دی.
ده دا هم ویلي و، چې امریکا باید د کشمیر په اړه د پاکستان خبرو ته غوږ شي، که نه پاکستان به روسیې او چین ته د همکارۍ لاس اوږد کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین