۰

ننګرهار کې ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۶
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د داعش ۱۳ تنه وسله وال وژل شوي دي.
ننګرهار کې ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د داعش ۱۳ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار امنیتي چارواکي زیاتوي، چې دغه بریدونه تېره ورځ د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې شوي.
د یاد ولایت د امینه قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بریدونه د هسکې مېنې په تاراک غوندۍ او شخېه کلا سیمو کې تر سره شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په دې بریدونو کې ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین