۰
امین کریم:

د طالبانو ځینو قوماندانانو د سولې خبرو ته چمتوالی ښودلی

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۸
اسلامي حزب وایي، یو شمېر طالب قوماندانانو د سولې خبرو ته چمتوالی ښودلی او په وینا یې که حکومت وغواړي، اسلامي حزب د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو زمینه برابرولی شي.
د طالبانو ځینو قوماندانانو د سولې خبرو ته چمتوالی ښودلی
اسلامي حزب وایي، یو شمېر طالب قوماندانانو د سولې خبرو ته چمتوالی ښودلی او په وینا یې که حکومت وغواړي، اسلامي حزب د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو زمینه برابرولی شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه حرګندونې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب یوه لوړ پوړي غړي امین کریم له آزادۍ رادیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې اسلامی حزب چمتو دی د خبرو منځګړیتوب وکړي.
ښاغلي امین ویلي دوی د سولې له پروسې سره یو ځای شوي او هیله لري چې ټولې وسله والې ډلې دا لاره خپله کړي او په افغانستان کې د جګړو لمن ټوله شي.
نوموړي زیاته کړې چې که افغان حکومت وغواړي د وسله والو طالبانو او حکومت تر منځ د سولې زمینه برابرولی شي او په دې برخه کې به هڅې هم وکړي.
په ورته وخت کې ښاغلي کریم دا هم ویلي، چې د وسله والو طالبانو له ځینو مشرانو سره یې اړیکه نېولې او دوی د سولې خبرو ته چمتو والی ښودلی دی.
د هغه په وینا ښايي ټول طالبان له سولې سره یو ځای نه شي خو ډیری قومندانان غواړي چې په هېواد کې روانه پردۍ جګړه نوره پای ته ورسېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین