۰
روسیه:

امریکا او ناټو په افغانستان کې د امنیت په ټينګولو کې ناکام دي

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۰
په کابل کې د روسیې سفیر وايي الکساندر مانتیتسکي امریکا او ناټو په افغانستان کې په خپل ۱۵ کلن ماموریت کې ناکام دي او ویې نه شوی کولای چې دغه هېواد کې امنیت راولي.
امریکا او ناټو په افغانستان کې د امنیت په ټينګولو کې ناکام دي
په کابل کې د روسیې سفیر وايي الکساندر مانتیتسکي امریکا او ناټو په افغانستان کې په خپل ۱۵ کلن ماموریت کې ناکام دي او ویې نه شوی کولای چې دغه هېواد کې امنیت راولي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مانتیتسکي زیاته کړې، چې نه غواړي امریکا او روسیه په افغانستان کې د یو بل پر وړاندې ودرېږي خو ټينګار کوي چې امریکا دې په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته ماته ورکړي.
یاد روسي سیاستوال همدا راز په افغانستان کې د ټولو نا امنیو او وژنو پړه پر امریکا او ناټو اچولې ده او زیاته کړې یې ده سره له دې چې ډېرو هېوادونو د ناټو په چوکاټ کې د امریکا مرستې ته را ودانګل خو لا هم افغانستان نا امنه دی او هره ورځ افغانان وژل کېږي.
په ورته وخت کې مانتیتسکي د روسیې او پاکستان اړیکو ته په اشارې سره ویلي، چې د اسلا اباد او روسیې تر منځ پوځي همکاري پر نورو هېوادونو هېڅ اغیز نه شي کولی.
ده زیاته کړې، چې روسیه له هېڅ هېواد سره خپلو اړیکو ته دومره پراختیا نه ورکوي، چې له نورو هېوادونو سره یې په اړیکو کې ستونزې جوړې کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین