۰

ناټو وايي د افغان پولیسو په ټیټه کچه مدیریت کې کمزورتیا ده

پنجشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۲
ناټو وايي، په افغانستان کې د پولیسو د کمزورتیا یو لامل په ټيټه کچه د هغوی په رهبرۍ کې کمزورتیا چې له مخې یې په ځینو سیمو کې پولیس وسله والو مخالفینو ته تسلیمېږي.
ناټو وايي د افغان پولیسو په ټیټه کچه مدیریت کې کمزورتیا ده
ناټو وايي، په افغانستان کې د پولیسو د کمزورتیا یو لامل په ټيټه کچه د هغوی په رهبرۍ کې کمزورتیا چې له مخې یې په ځینو سیمو کې پولیس وسله والو مخالفینو ته تسلیمېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دا خبره په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ویاند چارلز کلیفلنډ پرون په یوه خبري غونډه کې وکړې.
نوموړي وویل، چې په ټيټه کچه د پولیسو په لیکو کې د رهبرۍ کمزوري ده او د پولیسو ځايي چارواکي پر وخت له خپلو سرتېرو سره مرسته نه کوي نو دوی اړ شي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.
د ناټو ویاند دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د رپوټونو له مخې ویل کېږي، په ځینو ولایتونو کې یو شمېر پولیس تر سختو کلابندویو وروسته وسلې په ځمکه ايښې او طالبانو ته تسلیم شوي.
طالبانو هم ویلي، چې په ځینو سیمو کې دوی ته لسګونه سرتېري تسلیم شوي، خو د کورنیو چارو وازرت دغه څرګندونې او ادعاوې رد کړې دي.
په ورته وخت کې کلیفلنډ د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته په اشارې سره زیاته کړه، چې افغان ځواکونه پياوړي شوي دي او په کندوز او لښکرګاه کې طالبان له پرله پسې بریدونو سره سره بیا هم ونه توانېدل چې یاد ښارونه له افغان ځواکونو و نیسي.
د ناټو د غوڅ ملاتړ ویاند چارلز په وینا سره له دې چې طالبان غواړي ګڼ ښارونه و نیسي خو خپلو موخو ته نه شي رسېدلی.
نوموړې همدا راز ویلي چې اوس په کندوز کې حالت عادي دی او ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې بیا هم د کندوز په نېولو کې له افغان ځواکونو سره هوايي مرسته کړې ده.
دی وايي، بهرني ځواکونه اوس هم په هلمند کې د وسله والو طالبانو په ځپلو کې مرسته کوي او د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین