۰

هلمند ته ۳۰۰ افغان کمانډو ځواکونه ولېږل شول

سه شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۳
د جنوب لوېدیځ زون د جګړې اوپراتیفي مشر او د حکومت ځانګړی استازی جنرال عبدالجبار قهرمان وايي، هلمند ته د طالبانو د ځپلو په موخه له ۳۰۰ زیات افغان کمانډو ځواکونه استول شوي دي.
هلمند ته ۳۰۰ افغان کمانډو ځواکونه ولېږل شول
د جنوب لوېدیځ زون د جګړې اوپراتیفي مشر او د حکومت ځانګړی استازی جنرال عبدالجبار قهرمان وايي، هلمند ته د طالبانو د ځپلو په موخه له ۳۰۰ زیات افغان کمانډو ځواکونه استول شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کمانډو ځواکونه هلمند ته استول شوي، تر څو د لښکرګاه ښار په شاوخوا راټول شوي وسله وال وځپي.
ښاغلي قهرمان نن وویل« ښار ته تر ۳۰۰ زیات کومانډو راستول شوي چې د طالبانو د حملو مخه ونیسي.»
په ورته وخت کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، دا کومانډو ځواکونه له کابل او ګاونډیو ولایتونو څخه لشکرګاه ته رالېږل شوي څو په لشکرګاه او شاوخوا کې یې تصفیوي عملیات وکړي.
د هلمند د والي ویاند زیاتوي، چې افغان امنیتي ځواکونه به ژر لشکرګاه ښار له طالبانو پاک کړي.
هلمند ته دغه ځواکونه پر داسې مهال لېږل کېږي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په مرکز لښکرګاه کې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ سختې جګړې روانې دي.
طالبان تېره ورځ د ښار تر دوهمې حوزې پورې رسېدلي و، خو له لږ جګړې وروسته بېرته د افغان ځواکونو له خوا په شاه تمبول شوي وو.
د افغان پوځ چارواکي وايي، دا مهال دوی په لښکرګاه کې کافي ځکمني، هوايي ځواک او د ناټو ملاتړ لري او ډېر ژر به طالبان له دغه سیمې پاک کړي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین