۰

لغمان کې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

سه شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۲
چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې د ولسي وګړو په ګډون ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
لغمان کې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې د ولسي وګړو په ګډون ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته نن سهار د مرکز اړوند سیم کې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وايي، وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د میدانیو، هرمل او بي بي هاجرې سیمو پر پستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.
نوموړي زیاتوي، چې د طالبانو په بریدونو کې یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا د افغان ځواکونو په ځوابیه ډزو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
ځواک زیاتوي، چې په وژل شویو وسله والو کې د نقيب الله مشهور په جلالي او د نسيم په نومونو د وسله والو دوه مشهور قوماندانان او د خانزاده په نوم يو بل غړی هم شامل دي.
د لغمان د والي ویاند وايي، د همدې جګړې پر مهال د وسله والو مخالفينو له لوري دوه د هاوان مرمۍ د ميدانيو په سيمه کې د کورونو تر څنګ لګېدلي چې له امله يې لس ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ده وویل، چې ټپيان اکثر يې ماشومان دي او ملکي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي خو د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:لغمان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین