۰

کندهار کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

سه شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۵
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې ماین چاودنې ۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې
چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې ۷ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره ورځ مازیګر مهال د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالس کې رامنځ ته شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وایي، چاودنه د ولسي وګړو پر ډادسن موټر د یادې ولسوالۍ د وام په دره کې رامنځ ته شوې.
نوموړي زیاته کړې، چې په چاودنه کې د یوې مېرمنې په ګډون ۲ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.
د والي ویاند وايي، ټپیان د کندهار میرویس روغتونته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي او روغتیايي حالت یې د ډاد وړ دی.
د کندهار د والي ویاند زیاتوي، چې ماین د وسله والو مخالفینو له خوا ځای پر ځای شوی و، خو هغوی تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې درې وړاندې وړاندې د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین