چارواکي وایي، افغان امنیتي ځواکونو پروان ولایت کې یو ځانمرګی برید ګر موخې ته له رسېدو وړاندې نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پروان د والي ویاند عبدالوحید صدیقي ویلي، چې دغه بریدګر د چاریکارو په پل مټک سیمه کې د تلاشۍ پر مهال نیول شوی دی.
نوموړي ویلي، چې له بریدګر سره یو چاودېدونکی واسکټ او د چاودېدونکو توکو ډک موټر سایکل هم نیولي دي.
د والي ویاند زیاتوي، چې د ځانمرګي برید کوونکي موخه امنيتي ځواکونه وو، خو ورته له رسېدو وړاندې ونيول شو.
دی وايي، نیول شوی بریدګر دا مهال د ملي امنيت رياست کې تر پوښتنو لاندې دی خو د هغه د بشپړ هویت په اړه یې څه ونه ویل.
جمهورآژانس:پروان