۰

آی اېس آی د طالبانو د شورا یو مهم غړی نیولی دی

سه شنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۸
طالب سرچینې وايي، د پاکستان څارګرې ادارې (آی اېس آی) د طالبانو شورا یو مهم غړی ملا احمدالله نانی نیولی دی.
آی اېس آی د طالبانو د شورا یو مهم غړی نیولی دی
طالب سرچینې وايي، د پاکستان څارګرې ادارې (آی اېس آی) د طالبانو شورا یو مهم غړی ملا احمدالله نانی نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ویل کېږي ملا نانی د افغان سولې یو پلوي طالب چارواکی و او له همدې امله د پاکستان څارګرې ادارې نیولی دی.
د طالبانو د شورا یوې سرچینې ویلي، چې ملا نانس د بلوچستان ایالت د کوټې ښار د سیټلایټ ټاون په سیمه کې په مولوي عبدالحکیم مدرسه کې نیول
دغه سرچینې ویلي، چې د نیونو دا سلسله نوې نه ده بلکه په تېرو دوو اونیو کې د پاکستان استخباراتو په کوټه ښار او د بلوچستان ایالت په بیلا بیلو ښارونو کې د طالبانو پنځه مهم غړي نیولي ‌دي.
شوی.
د طالبانو د شورا یوه غړي ‌چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال ډاټ کام ویب پاڼې ته د ښاغلي احمد الله ناني د نیول کېدو پخلی کړی.
دغه سرچینې ویلي، چې د نیونو دا سلسله نوې نه ده بلکه په تېرو دوو اونیو کې د پاکستان استخباراتو په کوټه ښار او د بلوچستان ایالت په بیلا بیلو ښارونو کې د طالبانو پنځه مهم غړي نیولي ‌دي.
نوموړي ‌دطالبانو له لوري‌ د دایکنډي لپاره د نومول شوي‌ والي‌ سلیمان اغا د نیولو پخلی هم وکړ او زیاته یې کړه چې سلیمان اغا او ښاغلی نانی د پاکستاني استخباراتو په ولکه کې دي‌، خو د دریو نورو نیول شویو طالب چارواکو نومونه یې نه دي په ډاګه کړي.
باید وویل شي، چې شپیته (۶۰) کلن احمد الله نانی د طالبانو د شورا یو معتبره غړی بلل کېده او تر ډېره بریده د «دریم مقام» خطاب ورته کېده .
خبریال ډاډ کام لیکلي،
نوموړي ‌دطالبانو له لوري‌ د دایکنډي لپاره د نومول شوي‌ والي‌ سلیمان اغا د نیولو پخلی هم وکړ او زیاته یې کړه چې سلیمان اغا او ښاغلی نانی د پاکستاني استخباراتو په ولکه کې دي‌، خو د دریو نورو نیول شویو طالب چارواکو نومونه یې نه دي په ډاګه کړي.
چې ښاغلی نانی د ملا برادر اخوند مرستیال او د طالبانو د واکمني پر مهال د هرات او مزار ولایتونو والي ‌او د فوایدعامې وزیرپاتې شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې دم ګړی ښاغلی نانی د طالبانو په لیکو کې د جلب او احضار او دعوت ارشاد د چارو مسئول وو.
سرچینې زیاته کړې، چې نوموړی د طالبانو د تحریک دوهم وژل شوي‌ مشر ملا منصور اخوند ته ډېر نېژدې کس وو.
ښاغلی نانی د کندهار ولایت د میوند ولسوالي اوسېدونکی دی او په طالبانو کې د زیات نفوس لرونکو مشرانو په لیکه کې راته .
د خبریال ډاډ کام د رپوټ پر بنسټ ډېری طالبان وايي‌ چې احمد الله نانی دملا برادر اخوند په څېر دسولي‌ پلوی دی او نه غواړي‌ چې دافغانستان جګړه اوږده شي .
دغه رسنۍ ویلي. احمد الله نانی یو له هغو کسانو څه وو چې د ټولو طالبانو د خوښي ‌بر خلاف یې د خپي واکمني ‌پر مهال په هرات کې د ښځینو د طبي زدکړو اجازه ورکړه او تر ډېره بریده د یوه پراخ نظر خاوند بلل کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین