۰

لښکرګاه کې ځانمرګي برید ۱۴ تنه و وژل

دوشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۱
چارواکي وايي، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د موتر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې د ولسي وګړو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي.
لښکرګاه کې ځانمرګي برید ۱۴ تنه و وژل
چارواکي وايي، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د موتر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې د ولسي وګړو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه برید نن له غرمې وروسته د لښکرګاه ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې رامنځ ته شوی دی.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، وسله وال طالبان د ښار دوهمې امنتي حوزې ته له ننوتو سره سم ځانمرګی برید وکړ، چې ۱۴ تنه په کې وژل شوي دي.
که څه نوموړي ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې ولسي وګړي هم شامل دي، خو د کره شمېرې په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې اسوشیټېډ پرس خبري آژانس د سیمه ییزه چارواکو په حوله خبر ورکړي، چې په دغه برید کې ۱۴ تنه وژل شوي، چې لس یې ۱۰ او ۴ یې هم ملکي وګړي دي.
دغه آژانس ویلي، چې په دې برید کې یو شمېر نور کسانو هم ټپیان شوي، خو کره شمېره یې نه ده په ګوته کړې.
خو ځايي روغتیايي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د پېښې له ځای څخه دوی ته ۱۱ تنه ټپيان وروړل شوي، چې یو شمېر یې ولسي وګړي دي.
د هلمند والي بیا دا خبرې په کلکه رد کړې، چې ګڼې طالبان د لښکرګاه ښار ځینې برخې نیولې، خو اسوشیټيډ پرس آژانس ویلي، طالبانو د لښکرګاه څو سیمې نیولې او د ښار د ننه یې جګړه پېل کړې ده.
ځايي اوسېدونکي هم وايي، چې طالبانو د ښار ځینې سیمې نیولې او ښار ته ننوتي، خو په وینا یې له ښاره د کمانډو ځواکونو په عملیاتو سره طالبان له ښاره بېرته وتلي دي.
جمهورآژانسس
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین