۰
چخانسوري:

د طالبانو د روانو جګړو رهبري د بهرنیو نظامي متخصصینو په لاس کې ده

دوشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۲۶
د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري وايي، طالبانو ته د وروستیو بریدونو امکانات بهرنیو شبکو برابر کړي او د جګړې مشري یې هم د همدې شبکو د پوځي متخصیصینو په لاس کې ده.
د طالبانو د روانو جګړو رهبري د بهرنیو نظامي متخصصینو په لاس کې ده
د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري وايي، طالبانو ته د وروستیو بریدونو امکانات بهرنیو شبکو برابر کړي او د جګړې مشري یې هم د همدې شبکو د پوځي متخصیصینو په لاس کې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسمشر ویاند دغه څرګندونې نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې او ویې ویلو چې طالبانو خپله د جګړې مدیریت په واک کې نه لري.
نوموړي د هلمند، کندوز، فراه او روزګان او ځینو نورو ولایتونو کې د روانو جګړو په اړه وویل، چې وسله والو طالبانو ته د دغه جګړو امکانات بهرنیو شبکو او نظامي متخصیصینو برابر کړي دي.
هغه وویل«افغان ځواکونو په وروستیو کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو زېرمې او امکانات له منځه وړي و، او د وروستیو جګړې امکانات ورته بهرنیو شبکو او پوځي متخصیصینو برابر کړي.»
نوموي دا هم وویل، چې د طالبانو د روانو جګړو رهبري هم د بهرنیو نظامي متخصیصینو په لاس کې ده او طالبان خپله د جګړې مدیریت په واک کې نه لري.
هغه د طالبانو وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې طالبان غواړي، په دغه ډول بریدونو د افغانستان لاس ته راوړنې وننګوي او د خلکو روهیه کمزورې کړي.
باید وویل شي، چې دا مهال په هلمند، کندوز، فراه، اروزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي، چې دواړه لوري په کې د مرګ ژوبلې او پرمختګونو ادعاوې کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین