۰
ملي امنیت شورا:

د کشمير مسئله د افغانستان له سولې سره هېڅ اړيکه نه لري

دوشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۸
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د کشمير مسئله د افغانستان له سولې سره هېڅ اړيکه نه لري او پاکستان په دغه ډول څرګندونو هڅه کوي ځان له انزوا څخه وباسي.
د کشمير مسئله د افغانستان له سولې سره هېڅ اړيکه نه لري
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د کشمير مسئله د افغانستان له سولې سره هېڅ اړيکه نه لري او پاکستان په دغه ډول څرګندونو هڅه کوي ځان له انزوا څخه وباسي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت شورا زیاتوي، چې له افغان سولې سره د کشمیر د مسلې تړل په معنا دي، چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د نیابتي جګړې پر دوام باور لري.
د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ ویلي، چې د کشمير مسئله د افغانستان له سولې سره هېڅ اړيکه نه لري او په وينا، پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې په دا ډول څرګندونو خپل هېواد له انزوا وباسي.
دغه راز په اسلام آباد کې افغان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېوال هم د پاکستان دغه څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي، چې د کشمیر مسله د افغان سولې سره هېڅ تړاو نه لري.
باید وویل شي، چې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي او د سنا مجلس غړي مشاهد حسین څو ورځې وړاندې په واشنګټن کې په یوه غونډه کې ویلي و، چې تر څو د کشمیر مسله نه وي حل شوې په افغانستان کې سوله نه شي ټينګېدای.
نوموړي دا ګواښ هم کړی و، چې که امریکا د کشمیر په تړاو د پاکستان خبرو ته غوږ نه شي نو پاکستان به چین او روس ته د همکارۍ لاس اوږد کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین