۰

نیمرزو کې ترافیکي پېښه کې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

يکشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۲
سیمه ییز چارواکي وایي، په نیمروز ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
نیمرزو کې ترافیکي پېښه کې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
سیمه ییز چارواکي وایي، په نیمروز ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سهار د کابل- هرات پر لویه لار د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ اړونده سیمه کې رامنځ ته شوې.
د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزی پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ او د موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پېښه کې یو تن وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي، چې ټبیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي، چې د پنځو تنو روغتیايي حالت نازک دی.
دا په داسې حال کې ده، چې پنځه ورځې وړاندې هم په خاشرود کې د ورته پېښې له کبله یو کس و وژل شو او ۲۵ نور ټپیان شول.
جمهورآژانس:نیمرزو
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین