۰

د هند اسلامي علماوو په پاکستاني ترهګرو د هندي پوځ د بریدونو ملاتړ وکړ

شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۲
د هندوستان اسلامي علماوو، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د وسله والو پر مرکزونو د هندي پوځ د بریدونو ملاتړ وکړ.
د هند اسلامي علماوو په پاکستاني ترهګرو د هندي پوځ د بریدونو ملاتړ وکړ
د هندوستان اسلامي علماوو، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د وسله والو پر مرکزونو د هندي پوځ د بریدونو ملاتړ وکړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هندوستان اسلامي علماو، د اسلامي تنظیمونو په یوه ګډه جرګه کې د هندي پوځ له دغه عملیاتو ملاتړ اعلان کړی دی.
د جمعیت علمای هند ګوند مشر او نامتو دیني عالم مولانا سید ارشد مدني دغه غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلي، چې کشمیر د هندوستان نه بېلېدونکې برخه وه، ده او وي به.
دغه راز یو بل ته دیني عالم مولانا کمال فاروقي د هندي پوځ بریدونه ستایلي او ویلي یې دي، چې دغه حملې د متجاوزینو په وړاندې ښه څپېړه وه.
مولانا کمال فاروقي زیاته کړې، چې هندي ځواکونه د خپلې خاورې او خلکو د ساتنې مسؤل دي او کوم عملیات یې چې کړي دي پر ځای دي.
باید وویل شي، چې د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی وروسته له هغې نور هم زیات شو، چې د هند پر یوه پوځي اډه د وسله والو په برید کې یو شمېر هندي پوځیان و وژل شول.
تر دې وروسته هندي پوځونو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې پر وسله والو بریدونه وکړل او هغوی ته یې د درندې مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین