۰

هند له پاکستان سره خپله ټوله پوله تړي

شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۰۸
هند وايي، ټاکل شوې، چې په دوه کلونو کې له پاکستان سره خپله ۳۰۰۰ کیلومتره پوله په بشپړه توګه وتړي.
هند له پاکستان سره خپله ټوله پوله تړي
هند وايي، ټاکل شوې، چې په دوه کلونو کې له پاکستان سره خپله ۳۰۰۰ کیلومتره پوله په بشپړه توګه وتړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د هند د کورنیو چارووزیر راج ناتھ سینګ له ټرسټ اف انډیا خبري آژانس سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي دغه آژانس ته ویلي، چې هند به له پاکستان سره خپله باندې درې زره کیلومتره اوږده پوله د نوې تکنالوژۍ په مرسته وتړي.
ده زیاته کړې، چې د پولې تړلو دغه پروګرام څارنه به د کورنیو چارو وزیر، سرحدي ځواک او پولې ته څېرمه د څلورو ایالتونو اعلی وزیران کوي.
باید وویل شي، چې هند له وړاندې دا ګواښ هم کړی و، چې پاکستان ته د بهېدونکو اوبو مخه به ونسي او د دغه اوبو له پاره به درې لوی بندونه جوړ کړي.
د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی وروسته له هغې زیات شو، چې څو ورځې وړاندې وسله والو کسانو د هند پر یوه پوځي اډه برید وکړ او یو شمېر هندي پوځیان یې ووژل.
تر دې وروسته هند د پاکستان واک لاندې کشمیر کې د وسله والو پر مزکونو بمباروکړ او هغوی ته یې د درندې مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین