۰

د بلغاریا صدراعظم د افغانستان په اړه له څرګندونو له کبله بښنه وغوښته

شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۰۰
د بلغاریا لومړي وزیر بویکو بوریسیف له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو په تړاو د کړي خبرداري له امله بښنه وغوښته.
د بلغاریا صدراعظم د افغانستان په اړه له څرګندونو له کبله بښنه وغوښته
د بلغاریا لومړي وزیر بویکو بوریسیف له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو په تړاو د کړي خبرداري له امله بښنه وغوښته.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي بوریسیف څو ورځې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې که افغانستان خپل وګړي، چې بلغاریا ته یې پناه وړې ونه مني، دغه هېواد به له افغانستانه ټول پوځیان وباسي.
هغه د بروکسل له غوندې وړاندې ویلي و، چې په دغه غونډه کې د افغان پناه غوښتونکو په اړه باید یوه حل لاره وموندل شي.
بوریسیف د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې فډریکا موګیریني سره په کتنه کې د خپلو دغو توندو څرګندونو له کبله بښنه وغوښته.
نوموړي ویلي «موږ په افغانستان کې د امنیت او ولسواکۍ د ټینګښت لپاره حضور لرو او که لا هم افغانان مجبوره وي چې له خپل هیواده نورو هیوادونو ته پناه وړي، ښه دا ده چې دا پیسې د خپلو پولو په ټینګولو ولګوو.»
باید وویل شي، چې بلغاریا په افغانستان کې ټولټال ۱۱۰ سرتېري لري چې افغان امنیتي ځواکونه روزي او د کابل د هوايي ډګر ساتنه کې برخه لري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین