۰
سټولټنبرګ:

وسله وال مخالفین باید پوه شي چې جګړه د حل لاره نه ده

پنجشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۶
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د افغانستان د ستونزې حل د جګړې له لارې نه بلکې د سیاسي لارې حل کېدای شي.
وسله وال مخالفین باید پوه شي چې جګړه د حل لاره نه ده
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، د افغانستان د ستونزې حل د جګړې له لارې نه بلکې د سیاسي لارې حل کېدای شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ ویلي وسله وال مخالفین هم باید په دې پوه شي، چې جګړه د حل لار نه ده.
نوموړي پر افغان حکومت غږ کړي، چې د ستونزو او روانې جګړې د حل لپاره سیاسي حل لاره هېره نه کړي، ځکه په وینا یې سیاسي حل لارې افغانستان له دغه کړاوه را ایستلی شي.
دوی په افغانستان کې د هرې هغې سیاسي حل لارې ملاتړ کوي چې په مرسته یې د افغانستان ستونزه حل کېدلی شي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي له افغان ځواکونو سره به د ناټو مرسته دوام وکړي.
دی زیاتوي، چې ناټو به د تېرو ۱۵ کلونو په څېر د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د دوی په روزنه کې به هڅه کوي.
باید وویل شي، چې د ناټو عمومي منشي تېره ورځ د بروکسل کنفرانس ته هم ویلي و چې د کندوز او هلمند وورستیو جګړو دا وښوده چې افغان ځواکونه لا ډېرې روزنې ته اړتیا لري او ناټو به د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته ادامه ورکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین