۰

ننګرهار کې ۷ کلي له داعشیانو پاک شوي دي

پنجشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۷
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یې د عملیاتو په ترڅ ۷ کلي د داعش له وسله والو پاک کړي دي.
ننګرهار کې ۷ کلي له داعشیانو پاک شوي دي
په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې یې د عملیاتو په ترڅ ۷ کلي د داعش له وسله والو پاک کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه عملیات له تېرو دریو ورځو راهیسې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا په لار اچول شوي.
په ختيځ کې د دغه زون د ۲۰۱ سېلاب قول اردو له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه عملیات افغان کومانډو ځواکونو تر سره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، د عملياتو پر مهال د يادې ولسوالۍ عبدالخېل، د عبدالخېلو بازار، کامه، واش خېل، نرګوسۍ، مزدکۍ او پېښې سيمې د داعش وسله والو له فعاليتونو پاکې شوې دي.
خبرپاڼه کې د ګڼ شمېر داعش وسله والو د مرګ ژوبلې او دغه راز د هغوی د وسلو او مرکزونو د لمنځه وړلو هم ویل شوي، خو کره شمېره یې نه ده په ګوته شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ افغان پوځي چارواکو په اچین ولسوالۍ کې د ۹۶ داعشیانو د وژل کېدو او د هغوی د ۷ مرکزونو د له منځه وړلو خبر ورکړی و.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین