۰
چارواکي:

د کندوز له پاره د طالبان والي وژل شوی دی

پنجشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۳۷
په شمال کې د ۸۰۸ زون د پولیسو قوماندان شېر عزیز کاموال وایي، افغان امنیتي ځواکونو د کندوز له پاره د طالبانو والي ملا عبدالسلام وژلی دی.
د کندوز له پاره د طالبان والي وژل شوی دی
په شمال کې د ۸۰۸ زون د پولیسو قوماندان شېر عزیز کاموال وایي، افغان امنیتي ځواکونو د کندوز له پاره د طالبانو والي ملا عبدالسلام وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ۸۰۸ زون د پولیسو مشر کامول تېره ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا عبدالسلام د کندوز په جګړه کې سخت ټپي شوی وو.
د هغه په وینا، چې له ټپي کېدو وروسته د طالبانو له خوا د درمنلې په موخه د چهادرې ولسوالۍ خورټي کلینیک ته لېږدول شوی و، چې هلته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
که څه هم طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو ځینو غیر رسیمي طالب سرچینو ځینو رسنیو ته دغه خبره رد کړې او ویلي یې دي، چې ملا عبدالسلام نه دی وژل شوی.
جمهورآژانس:کندوز
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین