>> جمهور - افغانستان یوازې پرېښودل به امریکا ته نه جبرانېدونکې پایلې ولري
 
۰
پخواني امریکايي چارواکي:

افغانستان یوازې پرېښودل به امریکا ته نه جبرانېدونکې پایلې ولري

چهارشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۱۰
د متحده ایالاتو یو شمېر پخواني جنرالان او چارواکي وایي، د افغانستان یوازې پرېښودل به امریکا ته نه جبرانېدونکې پایلې ولري.
افغانستان یوازې پرېښودل به امریکا ته نه جبرانېدونکې پایلې ولري
د متحده ایالاتو یو شمېر پخواني جنرالان او چارواکي وایي، د افغانستان یوازې پرېښودل به امریکا ته نه جبرانېدونکې پایلې ولري.
د جمهورآژانس د خبر له مخې دوی چې په افغانستان کې د ډیپلوماټو او جګړې د قوماندانانو په توګه پاتې شوي، تېره ورځ د واشنګټن په بوکنګز انسټیټیوټ کې د یوې غونډې پر مهال یادې څرګندونې کړې.
دغه امریکایي جنرلانو او چارواکو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر دوامداره حضور ټینګار کړی او ویلي، یې دي، چې متحده ایالات باید په افغانستان کې دوامداره حضور ولري.
په غونده کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان ډیويډ پټټرایس د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
نوموړي پیټرایس زیاتوي، امریکايي ځواکونه باید تر هغو په افغانستان کې پاتې شي، چې په وینا یې دغه هېواد د ترهګرو د خوندي پناه ځای له ګواښه ووځي.
همدا ډول په کابل کې د امریکا پخواني سفیر ران نیومن ویلي، چې د متحده ایالاتو راتلونکې اداره باید افغانستان کې پر درېو مهمو مسایلو تمرکز وکړي.
دی زیاتوي، چې لومړی باید افغانستان کې د ثبات د ټینګښت په اړه فکر وشي، په دویمه مرحله کې دې امریکا د دغه هېواد په اړه خپله راتلونکې تګلاره روښانه کړي او په پای کې باید پر افغان حکومت د اصلاحاتو رامنځته کولو په موخه فشارونه ډېر کړای شي.
دغه راز د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، عمومي درک دا دی، چې امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې ده.
د نوموړي په خبره دی په خپله هم په دې کې ناکام شوی، چې له طالبانو د پاکستان ملاتړ تشخیص کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین