۰

پاکستاني ځواکونو ۸ تنه افغانان نیولي دي

دوشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۰
رپوټونه وايي، پاکستاني ځواکونو په پلازمېنه اسلام آباد کې د یو لړ چاڼیزو عملیاتو پر مهال د ۸ افغانانو په ګډون ۴۹ تنه نیولي دي.
پاکستاني ځواکونو ۸ تنه افغانان نیولي دي
رپوټونه وايي، پاکستاني ځواکونو په پلازمېنه اسلام آباد کې د یو لړ چاڼیزو عملیاتو پر مهال د ۸ افغانانو په ګډون ۴۹ تنه نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنۍ زیاتوي، چې له دغه کسانو سره یو شمېر وسلې هم نیول شوي دي.
د پاکستانۍ، نېشن ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو له خولې لیکلي، چې دا ډول عملیات به هغو سیمو کې دوام کوي، چېرې چې افغان کډوال ډېر تګ راتګ کوي.
د پاکستاني چارواکو په خبره له دغو عملیاتو یې موخه دا ده، چې په پاکستان کې د محرم مراسم په امن کې پایته ورسیږي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو د پاکستاني ځواکونو له خوا کړۍ تنګه شوې او د ورځې زرګونه افغانان له دغه هېواد څخه وتلو ته اړ کېږي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین