۰

جرمني افغان پناه غوښتونکي بېرته راستنوي

دوشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۳
جرمني چارواکي وايي،، هغه افغان پناه غوښتونکي چې په دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنلیکونه، نه دي منل شوي بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
جرمني افغان پناه غوښتونکي بېرته راستنوي
جرمني چارواکي وايي،، هغه افغان پناه غوښتونکي چې په دغه هېواد کې یې د پناه غوښتنلیکونه، نه دي منل شوي بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس ډی مایڅیرې تېره ورځ کړې دي.
اسوشیتید پریس خبري اژانس مایڅیرې له قوله وايي، جرمني او افغانستان هغه اعلامیه لاسلیک کړه چې پر اساس به یې هغه افغان پناه غوښتونکي، چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنلیکونه منل شوي نه دي، افغانستان ته بېرته استول کېږي.
مایڅېرې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا موافقه به په جرمني کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو له سرعت سره مرسته هم وکړي.
باید وویل شي، چې تېر کال جرمني ته نژدې ۸۹۰۰۰۰ تنو پناه وړې وه او له همدې کبله جرمني غواړي چې خپل هیواد ته د پناه وړونکو شمېر کم کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین