۰

روان کال ١٢٦٣ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي

دوشنبه ۱۲ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۱۸
د کورنيو چارو وزارت وايي، روان کال په افغانستان کې ١٢٦٣ تنه د څه باندې ۱۸۵ ټنه نشه يي توکي په تړاو نیول شوي دي.
روان کال ١٢٦٣ کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي
د کورنيو چارو وزارت وايي، روان کال په افغانستان کې ١٢٦٣ تنه د څه باندې ۱۸۵ ټنه نشه يي توکي په تړاو نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مشر وايي، په يادو نيول شوو کسانو کې نهه پوليس، څلور د ملي اردو سرتېري، دوه پاکستاني وګړي، دوه ايرانيان او ۳۸ مېرمنې شاملې دي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې نوموړي تېره ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې په يادو نشه يي توکو کې هيروين، ترياک، مورفين، د نشه يي توکو په جوړولو کې کارېدونکي کمياوي توکي، الکولي مشروبات او نور شامل دي.
ده وویل، چې له يادو توکو څخه څه باندې ٣٤ ټنه د روانې مياشتې په څلورمه او اتمه نېټه د ننګرهار په شېرزاد او خوګياڼو ولسواليو کې تر لاسه شوي دي.
احمدي زیاته کړه، چې په همدې کال کې د هيروينو جوړولو ۲۲ فابريکې هم له منځه وړل شوې دي.
دغه راز نوموړی وايي، پوليسو روان کال کې د نشه يي توکو له پټ لېږدوونکو ۲۱۹ بېلابېل ډوله موټر، ۱۳۸ ميله بېلابېلې وسلې او ۱۷۲ ګرځنده ټيلېفونونه او مخابرې هم ترلاسه کړي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین