۰

زابل کې ۱۷ طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

يکشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۰۴
چارواکي وايي، په زابل ولایت کې د پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
زابل کې ۱۷ طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
چارواکي وايي، په زابل ولایت کې د پولیسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو لورو ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته تېره شپه د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، چې د چارواکو په خبره ۴ ساعته یې دوام وکړ.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي ۱۲۰ تنه طالبانو چې په ۷۰ موټر سایکلونو سپاره و، د شپې په یوه بجه د ولسوالۍ د مرکز په پوستو بریدونه وکړل.
نوموړی زیاتوي، چې د طالبانو له برید سره سم امنیتي ځواکونو په ځوابیه برید لاس پورې کړی، چې په ترڅ کې یې څلور وسله وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
ګل اسلام ویلي، د طالبانو په برید کې یو سرتېری هم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
طالبانو هم په دغه ولسوالۍ کې په یو شمېر امنیتي پوستو د بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دغه بریدونو کې د قومندان رضاء الحق پوسته په ټولیزه توګه نیول شوې او پکې میشتو محلې پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د ۳تنه وژل شویو جسدونه یې په پوسته کې پاتي شوي.
طالبانو دا هم ویلي، چې ګڼ شمېر وسلې او مهامات یې تر لاسه کړي، خو دولتي چارواکي د دوی دغه ادعا ردوي.
جمهورآژانس:زابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین