۰
چارواکي:

د هلمند له پاره د طالبانو د مرستیال والي ګډون ۵۲ وسله وال وژل شوي

يکشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۵۱
چارواکي وايي، په هلمند کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې د دغه ولایت له پاره د طالبانو د مرستیال والي په ګډون ۶۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند له پاره د طالبانو د مرستیال والي ګډون ۵۲ وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي، په هلمند کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې د دغه ولایت له پاره د طالبانو د مرستیال والي په ګډون ۶۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو دغه عملیات او نښتې د لښکرګاه، او مارجې پر لاره د جمپ پوستې او عبدالرحمن پمپ ته څېرمه سيمو، نهرسراج او نادعلي ولسوالیو کې رامنځ ته شوې.
سرچینه وايي، د امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونو او مخامخ نښتو کې د هلمند له پاره د طالبانو د مرستيال والي مولوي داد محمد په ګډون د دولت ۵۲ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو وسله والو طالبانو کې د هغوی مشهور قوماندان حاجي سېلاب او دوه نور قوماندانان هم وژل شوي دي.
خبرپانه وايي، چې په دې عملیاتو کې ۱۳ نو وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین