۰

انګور اډه کې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه ونړول شوه

شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۹
چارواکي وایي، په انګور اډه کې د پاکستان د پوځ له لوري جوړه شوې دروازه د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې پرتو قومونو ونړوله.
انګور اډه کې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه ونړول شوه
چارواکي وایي، په انګور اډه کې د پاکستان د پوځ له لوري جوړه شوې دروازه د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې پرتو قومونو ونړوله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه دروازه مخکې د پاکستاني پوځ له لوري جوړه شوې وه، چې وروسته افغانستان ته وسپارل شوه.
د پکتیکا د ولایتي شورا رییس بختیار ګل ځدراڼ وايي، د سيمې خلکو وروسته له هغه د دروازې نړولو کار پېل کړ، چې پاکستاني ځواکونو د انګور اډې لار د خلکو پر مخ په دوامداره توګه وتړله.
د ځدراڼ په وینا د کرښې دواړو غاړو ته پرتو قومونو ونه شو زغملی، چې په منځ سره و وېشل شي او بالاخره د دغه دروازې د نړولو پرېکړه يې وکړه او ویې نړوله.
دی زیاتوي، چې دولت د ولسونو پرېکړې ته پوره درناوی لري او نه غواړي، چې په دې موضوع کې ځان ورښکېل کړي.
جمهورآژانس:پکتیکا
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین