۰
ولسمشر غني:

د افغانستان د جنګ ختمول زما او د حکمتیار د نسل دنده ده

پنجشنبه ۸ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په هېواد کې روانه جګړه، چې څلور لسیزې مخکې پیل شوې، د ده او انجینرګلبدین حکمتیار د نسل دنده او کار دی، چې ویې دروي.
د افغانستان د جنګ ختمول زما او د حکمتیار د نسل دنده ده
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په هېواد کې روانه جګړه، چې څلور لسیزې مخکې پیل شوې، د ده او انجینرګلبدین حکمتیار د نسل دنده او کار دی، چې ویې دروي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر چې نن په ارګ کې د یوې لویې غوندې پر مهال د حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې پر تړون لاسلیک وکړ، وویل، چې په افغانستان کې روانه جګړه څلور لسیزې مخکې پیل شوې او تر نن پورې یې دوام کړی.
د هغه په وینا دغه جګړه د ده او د حکمتیار
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل«د افغانستان جګړه له نن څخه ۳۸ کاله وړاندې پیل شوې، دا جګړه زما او د حکمتیار صیب د نسل په وخت کې پیل شوې نه د اوسني نسل اوس هم زما او حکمتیار صیب او د مشر نسل دنده ده، چې جنګ ودرېږي، افغانستان د پردیو له احتیاجه وباسي او په خپلو پښو یې ودرو.»
صیب د نسل په وخت کې پیل شوې نه ده اوسنی نسل په وخت کې او په وینا یې د دې جګړې ختمول او په افغانستان کې د سرتاسري سولې راوستل هم د اوسني نسل نه بلکې د ده او حکمتیار د نسل دنده او کار دی.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل«د افغانستان جګړه له نن څخه ۳۸ کاله وړاندې پیل شوې، دا جګړه زما او د حکمتیار صیب د نسل په وخت کې پیل شوې نه د اوسني نسل اوس هم زما او حکمتیار صیب او د مشر نسل دنده ده، چې جنګ ودرېږي، افغانستان د پردیو له احتیاجه وباسي او په خپلو پښو یې ودرو.»
ولسمشر د حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې تړون مبارکي ټول ولس ته وویل او له هغه کسانو، سیاسي ګوندونو او هېوادونو چې د یادې سولې ملاتړ یې وکړ، مننه وکړه.
ښاغلی غني وویل «افغانستان د جرګو او مرکو وطن دی او که یې څوک پرېږدي، نو کولای شي، چې خپلې ستونزې خپله حل کړي.»
ده د حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د تړون یوه ځانګړنه دا په ګوته کړه، چې په وینا یې دغه سوله د بین الاافغاني مذاکراتو له لارې تر سره شوه.
ولسمشر وویل، چې د هر ډول سولې له پاره تر بل هر ځای کابل وړ او مناسب ځای دی او
ښاغلی غني وویل «افغانستان د جرګو او مرکو وطن دی او که یې څوک پرېږدي، نو کولای شي، چې خپلې ستونزې خپله حل کړي.»
په خبره یې هر هغه څوک چې سوله غواړي، د سولې دروازې یې پر مخ خلاصې دي او هر هغه څوک چې جګړه غواړي، د هرې ناخوالې مسؤولیت د هغو تر غاړه دی.
هغه زیاته کړه«ماله پیله ویلي، چې موږ له پاکستانه سوله نه غواړو، بلکې له پاکستان سره سوله غواړو، موږ په خپل منځ کې سوله کولای شو، او د هر ډول سولې له پاره کابل ښه ځای دی او زه هر ډول سولې ته تیار یم ان په دې برخه کې له خپل سر نه هم تېریم.»
نوموړي زیاته کړه، چې حکومت او اسلامي حزب د سولې په تړون سره وښوده، چې دواړه لوري سولې ته ژمن دي او په صداقت غواړي، چې په افغانستان کې سوله راشي.
د ولسمشر په وینا هر هغه څوک غواړي خپل هدف ته ورسي او قدرت په لاس کې واخلي کولای شي، چې د اساسي قانون
هغه زیاته کړه«ماله پیله ویلي، چې موږ له پاکستانه سوله نه غواړو، بلکې له پاکستان سره سوله غواړو، موږ په خپل منځ کې سوله کولای شو، او د هر ډول سولې له پاره کابل ښه ځای دی او زه هر ډول سولې ته تیار یم ان په دې برخه کې له خپل سر نه هم تېریم.»
سره سم د سولې له لارې خپل هدف ته ورسېږي نه د جګړې له لارې.
افغان ولسمشر دا هم زیاته کړه، چې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې موافقه به له دې اعلان سره سم عملي بڼه خپله کړي او سر له نن څخه به یې د عمل له پاره اقدامات پیل شي.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د کډوالو ستونزې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې هېواد ته د کډوالو راستنېدل زیات شوي او په راتلونکې کې به نور هم زیات شي.
ده وویل، چې حکومت ژمن دی، چې د کډوالو ستونزو ته حل لار پیدا کړي او په دې برخه کې یې عملي اقدامات پیل کړي دي.
باید وویل شي، چې د ولسمشر غني او اسلامي حزب د مشر حکمتیار تر منځ د سولې پر تړون د لاسلیک په غونډه کې، د ولسمشر مرستیالانو، اجراېیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او مرستیالانو یې، پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشرانو استاد سیاف او پیر صاحب، د کابینې غړو، د ملي شورا مشرانو او استازو، د اسلامي حزب پلاوي او ګڼو پلاویانو، او ګڼو کورنیو او بهرنیو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *


safiullahshakib
دغه روانه چکړه چی ټول ۳۸کاله یی بی ګناه افغانان په بی رحمانه ډول په شهادت ورسول نورموددغه مشرانوهیله چی دالله ج نه ووریږی اودغی جګړی ته دپای ټکی کیږدی
پربازدیدترین