۱

د ننګرهار د کوټ ولسونو د ځان د دفاع په موخه پوستې جوړې کړې

پنجشنبه ۸ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۷
د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولایت د کوټ ولسوالۍ ولسونو له خپلو سیمو د ساتنې په موخه نوې پوستې جوړې کړې.
د ننګرهار د کوټ ولسونو د ځان د دفاع په موخه پوستې جوړې کړې
د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولایت د کوټ ولسوالۍ ولسونو له خپلو سیمو د ساتنې په موخه نوې پوستې جوړې کړې.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چې د کوټ ولسوالۍ مسوولينو په هڅو او د ځايي خلکو په همکارۍ د پتې سيمې په کافره غونډۍ او ځينو نورو ځايونو کې سیمه ييزو پولیسو لپاره نوې پوستې جوړې شوې.
سرچینه وايي، د سيمو خلکو د پوستو جوړولو تر څنګ يادو پوستو ته سړکونه هم ووېستل او ويې ويل، چې تل به له حکومت سره په هره برخه کې همکاري کوي.
خبرپانه کې د خلکو له قوله راغلي، چې په دغو پوستو کې به له سيمه ييزو پوليسو سره یو ځای د خپلو سيمو ساتنه کوي او که اړتيا شوه؛ نو په لوی شمېر سره به د مخالفينو مقابلې ته را و وځي.
د يادولو ده، چې په ياده ولسوالۍ کې تر دې وړاندې هم يو شمېر پوستې موجودې وې، چې ولسي خلکو د خپلو سيمو د ساتنې په موخه جوړې کړې وې او خپله په کې مېشت وو.
جمهورآژانس: ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین