۰

د اروزګان د امنیت له پاره د پولیسو نوی تشکیل جوړېږي

پنجشنبه ۸ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۴
د سویلي زون درستیزوال او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د اروزګان ولایت د امنیت له پاره به د پولیسو نوی تشکیل رامنځ ته شي.
د اروزګان د امنیت له پاره د پولیسو نوی تشکیل جوړېږي
د سویلي زون درستیزوال او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، د اروزګان ولایت د امنیت له پاره به د پولیسو نوی تشکیل رامنځ ته شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې زازق زیاتوي، چې له دغه کار څخه یې موخه د خیالي او غیر مسلکي پولیسو په نښه کول او د پولیسو د لیکو پیاوړي کول دي.
جنرال عبدالرازق چې دا مهال په روزګان کې د مخالفینو پر وړاندې د عملیاتو مشري پر غاړه لري وايي، د نویو پولیسو په ګمارل کېدو سره به د اروزګان امنیت کې خورا مثبت بدلون راشي.
نوموړي ویلي، تر هغو چې نوي پولیس په دندو ګمارل کیږي، له نورو ولایتونو ورغلي امنیتي ځواکونه به د روزګان امنیت ساتي.
دغه راز جنرال رازق زیاته کړې، چې تر دې وروسته به د روزګان- ترینکوټ لویې لارې امنیت په بشپړه توګه د کندهار امنیتي ځواکونو ته سپارل کیږي.
د اروزګان له پاره د پولیسو د نوي تشکیل خبره وروسته له هغې مطرح کېږي، چې څو ورځې وړاندې چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې ټولټال ۸۹ امنیتي پوستې په لوی لاس وسله والو طالبانو ته پرېښودل شوې دي.
د چارواکو په خبره نه یوازې په اروزګان بلکې په هلمند ولایت کې هم ګڼ شمېر امنیتي پوستې پرته له جنګ څخه د دولت وسله والو مخالفینو ته پرېښودل شوي دي.
د هلمند والي حیات الله حیات درې ورځې وړاندې وویل، چې په دغه ولایت کې یو شمېر امنیتي سرتېري د چارواکو خبرې نه مني، بلکې د زورواکانو په اشاره کار کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین