۰

ولسمشر غني وایي د شته ستونزو د حل لپاره د خلکو یووالی اړین دی

چهارشنبه ۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۵۴
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې د روانو ستونزو د حل له پاره د خلکو یووالۍ او له حکومت سره مرسته اړینه ده.
ولسمشر غني وایي د شته ستونزو د حل لپاره د خلکو یووالی اړین دی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې د روانو ستونزو د حل له پاره د خلکو یووالۍ او له حکومت سره مرسته اړینه ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې تېر ماښام په ارګ کې د اروزګان ولایت د قومي مشرانو او مخورو سره د کتنې پر مهال کړې دي.
له ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې د اروزګان د ولایتي شورا ريیس عبدالکریم خادم زي د اروزګان د امنیت د تامین په موخه په یاد ولایت کې د پراخو عملیاتو د ترسره کولو وړاندیز وکړ او وې ویل، څلورمه لوا دې تجهیز شي او د یاد ولایت د ملي پولیسو تر مسلکي کېدو او وړتیاوو لوړولو پورې دې د عامه نظم یوه لوا یاد ولایت ته ورکړل شي.
سرچینه وايي، ولسمشر د یاد ولایت د خلکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د دغه ولایت له مشرانو یې وغوښتل، چې د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره دې د نظام د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړي.
خبرپاڼه وايي، ولسمشر دغه راز زیاته کړه، چې د شته ستونزو د حل لپاره د خلکو یووالی، همکاري، همغږي او تحرک حتمي دی.
نوموړي په ټینګار سره له یادو مشرانو غوښتي، چې په اروزګان او کندهار ولایتونو کې زده کړو او د تړلو ښوونځیو پرانیستلو په برخه کې همکاري وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین