۰

نریندرا مودي د سارک په غونډې کې ګډون نه کوي

چهارشنبه ۷ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۰۶:۴۵
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، لومړی وزیر نریندرا مودي به په اسلام آباد کې د سارک په غونډه کې ګډون ونه کړي.
نریندرا مودي د سارک په غونډې کې ګډون نه کوي
 د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، لومړی وزیر نریندرا مودي به په اسلام آباد کې د سارک په غونډه کې ګډون ونه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې، د سارک غړو هېوادونو یا د جنوبي اسیا د هېوادونو د ټولنې له خوا دغه غونډه راتلونکې میاشت د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې جوړه شي.
د هند د بهرنو چارو وزرات په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په سرحد باندې د ورستیو نښتو او د هند په داخلي چارو کې د پاکستان د مداخلې نه ورسته هغوي دا پریکړه کړې ده، چې ښاغلی مودي په دغه غونډه کې ګډون نه کوي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې نور ګډون کوونکي هېوادونو هم د دغې غونډې په هکله اندیښنې خو د کوم ځانګړي هېواد نوم یې نه دی اخیستی.
ښايي د هند اشاره افغانستان او بنګلېدېش ته وي، ځکه د دغه دواړو هېوادونو اړیکې هم له پاکستان سره تر پخوا ډېرې ترینګلې شوې.
هند دا پرېکړه پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي و، چې پاکستان به په نړیواله توګه انزوا ته کش کړي.
دغه راز د هند د بهرنیو چارو وزیرې هم د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وینا پر مهال په نړیوالو غږ کړی و، چې هغه هېواد چې نړۍ ته ترهګري خوروي، انزوا کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین